یو شمېر بادغیسي ځوانان وايي، هغه بهرنۍ موسسې چې په دغه ولایت کې فعالیت کوي د ګومارنې په بهیر کې دوه‌ګونی چلن کوي او د دغه ولایت د لوستو ځوانانو له وړتیاو څخه استفاده نه کوي.

عصمت الله بارکزی د بادغیس ولایت یو له لسګونو لوستو ځوانانو څخه دی. هغه د کرنې له پوهنځي څخه فارغ شوی او دا مهال وزګار دی. بارکزی په دغه ولايت کې د بهرنيو بنسټونو کارکوونکو د استخدام په بهیر کې د روڼتيا پر نشتوالي د نيوکې ترڅنګ وایي چې تر اوسه د دې ادارې مسوولانو د ده کومې غوښتنې ته ځواب نه دى ويلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عصمت‌الله او د بادغیس نور لوستي ځوانان چې له څو ورځو راهيسې په ټولنیزو شبکو، قلعه‌نو ښار او د بادغیس په مرکز کې اعتراضونه پیل کړي، په دغه ولايت کې د بهرني بنسټونو مسوولان د ګومارني په بهیر کې پر دوه‌ګوني چلن تورنوي. هغوی زیاتوي، تر هغه چې غوښتنې یې نه وي منل شوي او عدالت تامین شوی نه وي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکوي.

یو تن بادغیسي ځوان اسماعیل عمر سلام‌وطندار ته وویل: “په دې وروستیو کې په دفترونو کې په ډېریو بستونو کې ګومارنې شوي، خو له بده مرغه چې له ولایت څخه بهر دي، که مثبت ځواب ترلاسه نه کړو، د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به اعتراضونو ته دوام ورکوو. “

په همدې حال کې د بادغیس ولایت مدني فعال اصف جویا ټینګار کوي چې په ادارو کې د کارکوونکو ګومارنه د اړیکو پر بنسټ کېږي او له همدې امله په دغه ولایت کې زیات شمېر لوستي ځوانان بې کاره دي.

غوښتل مو په دې اړه د بادغیس ولایت د ځینو بهرنیو بنسټونو نظر هم واخلو، خو هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د بادغیس ولایت سیمه‌ییز مسوولان وايي چې دوی د ځوانانو ټولې غوښتنې، هغو ملي او نړیوالو بنسټونو سره شریکه کړې چې په دغه ولایت کې فعالیت کوي، څو د دغه ولایت د لوستو ځوانو کادرونو له تجربو استفاده وشي.

د بادغیس د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۵ کورني او بهرني خصوصي موسسې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام