د ملي پوځ یوشمېر هغه ځواکونه چې پر کورونا ویروس اخته شوي او د هغوی د کورنۍ غړي وايي، د سردار داوودخان د څلورسوه بستریز روغتون د کورونا د تشخیص په ځانګړې برخه کې په ناعادلانه ډول اکسېجن وېشل کېږي. د دوی په وینا، په دغه روغتون کې د کورونا د تشخیص او درملنې ځانګړې برخه هم پر درېوو بېلابېلو (وي‌ای‌پي، د جنرالانو او عادي سرتېرو) څانګو وېشل شوې ده.

د پوځ یو افسر فردوس وايي، له څو ورځو راهیسې د کورونا ناروغانو برخې ته هېڅ اکسېجن نه دی ور وړل شوی. د هغه په خبره، د روغتون ټول روغتیايي کارکوونکي له خپلې وسې سره سم پر کورونا د اخته کسانو اړتیاوې پوره کوي، خو په وینا یې، د روغتون روغتیايي امکانات بسنه نه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه افسر وايي، د روغتون مسوولان په عادلانه ډول پر ناروغانو اکسېجن نه وېشي او هغو کسانو ته چې په وي‌ای‌پي څانګه کې دي یا هم اړیکې لري، په بشپړ ډول اکسېجن ورته رسول کېږي، خو د نورو لپاره نه پیدا کېږي. نوموړی زیاتوي، د کورونا له کبله د مړینې ډېره برخه د اکسېجن نه موجودیت له کبله ده.



د پوځ یو بل افسر میوند هم وايي چې په یاد روغتون کې د اکېسجن له کمښت سره مخ دي او د ډېری ناروغانو پایوازان یې په خپلو پیسو له بهره راوړي. میوند د اکسېجن ترڅنګ، د ځینو درملو له کمښت څخه هم سر ټکوي او په وینا یې، که یاد درمل موجود هم وي، هغه چا ته رسېږي چې اړیکې ولري.

اوس په دغه روغتون کې پر کورونا شاوخوا ۳۰ اخته کسان بستر دي. دغه ناروغان او د هغوی پایوازان چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، په روغتون کې یې تر ټولو ستره ستونزه د اکسېجن کمښت دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

دوی زیاتوي، په تېرو څو ورځو کې یې خپلو ناروغانو ته له ۴۰ تر ۵۰ زره افغانیو یوازې اکسېجن پېرلی دی او په وینا یې، په روغتون کې لومړی پیدا کېږي، خو که پیدا شي، بیا هغه چا ته ورکول کېږي چې اړیکې ولري.

خو د ملي دفاع وزارت بیا د دغو ادعاوو د رد ترڅنګ وايي، په یاد روغتون کې یې پر کورونا د اخته کسانو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزی وايي، پر کورونا د اخته کسانو د درملنې لپاره د اسانتیاوو برابرول یې لومړیتوب دی او هڅه کوي چې پېښېدونکې ستونزې او نیمګړتیاوې هم پر خپل وخت حل او پوره کړي.

په دولتي، په تېره د پوځیانو اړوند د څلورسوه بستریز روغتون د کورونا په ځانګړې برخه کې د اکسېجن پر کمښت او نه موجودیت داسې مهال نیوکې کېږي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې پر کورونا د اخته او له کبله یې د مړو شویو کسانو شمېر زیاتېږي او د روغتیا وزارت مسوولان هم خبرداری ورکوي، که خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، وضعیت به نور هم خراب شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام