د سردار داوودخان روغتون کې د اکسېجن کمښت او توپیري چلن په اړه د سرتېرو شکایتونه

د ملي پوځ یوشمېر هغه ځواکونه چې پر کورونا ویروس اخته شوي او د هغوی د کورنۍ غړي وايي، د سردار داوودخان د څلورسوه بستریز روغتون د کورونا د تشخیص په ځانګړې برخه کې په ناعادلانه ډول اکسېجن وېشل کېږي. د دوی په وینا، په دغه روغتون کې د کورونا د تشخیص او درملنې ځانګړې برخه هم پر درېوو بېلابېلو (وي‌ای‌پي، د جنرالانو او عادي سرتېرو) څانګو وېشل شوې ده.