د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۸۵ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۱۵۹۷ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې د څلور زره او ۵۸۷ شکمنو نمونو د کتنې له لارې ترلاسه شوې دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د مړو شویو کسانو شمېر هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر ټولو لوړ هغه دی. دغه راز، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۴۷۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د مړینې او اخته کېدو د تازه پېښو په ثبت سره، په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۹۱ زره او ۴۵۸ او د مړو شویو شمېر هم درې زره او ۶۱۲ ته رسېدلی دی.
- هېواد کې د کورونا له امله ۵۶ناروغان مړه او ۱۵۸۲ تازه پېښې ثبت شوي
- روغتیا وزارت: که کورونا پراخه شوه نور محدودیتونه به هم وضع شي
- کورونا په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۶۷ کسان مړه کړي
په نړۍ کې بیا تر ننه له ۱۷۶ میلیونه او ۴۴۶ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې په دې ډله کې له درې میلیونه او ۸۱۱ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۱۶۰ میلیونه او ۴۱۷ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.
امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیه او روسیه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه پهکې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې ډله کې امریکا هغه هېواد دی چې کورونا ترې تر ټولو ډېره قرباني اخیستې او تر ننه پهکې له ۶۱۴ زرو نه ډېر کسان پر کورونا د اخته کېدو له کبله مړه شوي دي.