د اکسیجن کمښت او د ناروغانو سخته اړتیا د دې لامل شوې، څو د کابل په بازارونو کې د اکسیجن بیې لوړې او په سختۍ وموندل شي.

د کابل ښار اوسېدونکی سهراب د اکسیجن ترلاسه کولو لپاره د اکسیجن د تولید مرکزونو ته ورځي او د خورا ستونزو او لوړې بیې له امله په دې نه بریالی کېږي چې د اړتیا وړ اکسیجن ترلاسه کړي.

د کابل ښار اوسېدونکي په اوسني کورونا یي وضعیت کې د اکسیجن او روغتیايي توکو برابرول اړین بولي او ټینګار کوي چې حکومت باید له ناروغانو سره  د اکسیجن په چمتو کولو کې جدي مرسته وکړي او هغه څوک چې په احتکار لاس پورې کوي، قانوني چلن ورسره وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د کابل ښار یو بل اوسېدونکی جاوید تاشه چې دوه ورځې وړاندې یې د اکسیجن نه‌شتون له امله یو له نیږدې خپلوانو څخه له لاسه ورکړی، وايي چې دولتي او خصوصي روغتونونه نور د خلکو روغتیايي اړتیاوې نه شي پوره کولای او د دې وس او توان نه لري چې ناروغان بستري کړي.

نوموړی زیاتوي چې د ۲۵۰۰۰ افغانیو په بدل کې یې د اکسیجن یو ۴۰کیلويي ډبه ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو په تمه پاتې شوی دی.

په هغه ځاې کې چې اکسیجن پلورل کېږي د کوویډ۱۹ ناروغان وايي چې د خلکو د اړتیا وړ درمل په ستونزو ترلاسه کېږي او دا مهال چې د کورونا ناروغان په جدي توګه اکسیجن ته اړتیا لري، نه په دولتي او نه هم په خصوصي روغتونونو کې د لاس رسي وړ دی. دوي له دولت څخه غواړي چې له خلکو سره همکاري وکړي او د احتکار مخه ونیسي.

د اکسیجن پيرونکی احمد قیس وايي: د اکسیجن او روغتیايي توکو کمښت، د خلکو له جدي اندیښنو څخه دي. له تېرو څو اوونیو راهیسې د کوویډ۱۹ ناروغان په کابل کې د اکسیجن پلورلو په ځایونو کې، د اکسیجن کمښت او بیو له لوړوالي څخه اندېښنه ښايي.



بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي چې افغانستان د اکسیجن له نه‌شتون څخه نه، بلکې له کمښت سره یې مخ دی. د مجروح په وینا، له ایران څخه د اکسیجن ۳۵۰۰ ډبې پېرل شوي او که چیرته تشې ډبې شتون ولري، تاجکستان هېواد چمتو دی چې هره ورځ د اکسیجن ۵۰۰ډبې ډکې کړي او د افغانستان اړتیا پوره کړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاتوي، د کابل په څلورو روغتونونو کې د اکسیجن تولید څلور دستګاوې فعالې شوي او دا مهال په دغو روغتونونو کې د کورونا ناروغان د یادو روغتونونو له لوري تولید شوي اکسیجن څخه ګټه اخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام