د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په یوه شپه او ورځ کې د کورونا له امله په هېواد کې ۵۶ ناروغان مړه او پر دې ناروغۍ تازه ۱۵۸۲کسان اخته شوي دي. نوې ثبت شوې پېښې د ۴۶۷۱ شکمنو پېښو له کتلو وروسته ترلاسه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په یوه او شپه او ورځ کې د مړینې او نوې ثبت شوې پېښې په هېواد کې د کورونا ویرووس د خپرېدو له پیله تراوسه کمساري بلل شوي دي. په همدې موده کې بیا له دې ناروغۍ څخه ۳۷۶ ناروغان بېرته رغېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، په هېواد کې پر کورونا ویرووس د اخته شویو کسانو شمېر ۸۲۳۲۶کسانو او د مړو شویو شمېر بیا ۳۲۵۱کسانو ته لوړ شوي دي.

په نړۍ کې هم تراوسه پر کورونا ویرووس ۱۷۴میلیونه او ۷۶زره کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۳میلیونه او ۷۴۴زره کسان مړه شوي او ۱۵۷میلیونه او ۹۸زره کسان بیا له دې وبا څخه بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیه او روسیه هغه هېوادونه دي چې په نړۍ کې د کورونا ویرووس ترټولو زیاتې مثبتې پېښې پکې ثبت شوي، له دې ډلې امریکا بیا د کورونا له امله د لوړې مړینې په درلوده سره په نړۍ کې لومړی ځای لري. په دغه هېواد کې تراوسه ۶۱۲زره کسان د کورونا له امله مړه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام