د عامې روغتیا وزارت نن د محمدعلي جناح په روغتون کې د کوویډ‌۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړې ۱۰۰بستریزه څانګه پرانیسته.

د دغه مرکز د پرانیستو په مراسمو کې د روغتیا وزارت چارسمبالي وزیر وحید مجروح وویل چې دا مرکز د کوویډ۱۹ ناروغانو لپاره د درملنې لومړنی ځای دی چې د اکسجن د تولید پر وسایلو سمبال او تجهیز شوی دی.

نوموړی وایي، په هغه صورت کې چې د کورونا له امله وضعیت کړکېچن شي، په دغه مرکز کې تر ۲۰۰ ناروغانو پورې درملنه کېدای شي.

د روغتیا چارسمبالی وزیر وایي، تر راتلونکو دوو اوونیو به هېواد کې د کورونا ویرووس له امله وضعیت ښه نه وي او له هېوادوالو یې غوښتنه وکړه چې د دغه وزارت روغتیایي لارښونو ته دې پام وکړي.

د سلام‌وطدار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: « د روغتیا سکتور وړاندې رسنیو ته خپله اندېښنه څرګنده کړې، که چیرته هېوادوال پام ونه کړي، وضعیت به بحراني شي. درې ورځې وړاندې مو وویل چې کرار کرار د یوه بحراني وضعیت پر لور روان یو، خو اوس وایو چې ډېر ژر یوه بحران ته د ننوتو په حال کې یو،»

مجروح همداراز وویل چې په هېواد کې د اکسیجن کمښت د روغتیا په برخه کې یوه ننګونه ده چې په وینا یې، اوس مهال په کابل کې د اکسیجن د تولید ۷ مرکزونه فعالیت کوي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي په دې خبري ناسته کې په راتلونکو ورځو کې د محدودیتونو د وضع کولو په اړه هم خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویرووس له امله ۳۴ناروغان مړه شوي دي. همداراز پر دې ویرووس ۱۵۰۹ کسان تازه اخته شوي او ۱۰۷ ناروغان له دې وبا څخه بېرته رغېدلي دي.

په همدې حال کې تراوسه په هېواد کې پر کورونا ویرووس ۷۶۶۵۳ کسان اخته شوي او ۳۰۶۸ کسان هم له دې وبا څخه مړه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام