نن چهارشنبه د وري میاشتې درېیمه د هېواد په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال لومړی ورځ ده چې د نورو ولایتونو ترڅنګ په فاریاب کې هم نوی ښوونیز کال د ښوونځي د زنګ په وهلو سره په رسمي توګه پرانستل شو.

یاد مراسم چې د فاریاب مرکز میمنې ښار په یوې لېسه کې جوړ شوي وو، د حکومتي چارواکو ترڅنګ یو‌شمېر ښوونکو هم ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټاکل شوې وه چې په دغو مراسمو کې یو‌شمېر ښځینه ښوونکې هم ګډون وکړي، خو سلام‌وطندار ته سرچینو ویلي چې ښځو ته په دغو مراسمو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

یو ښوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وايي، د چارواکو له‌خوا ورته ویل شوي وو چې له ښځو سره د واټن مراعاتولو په موخه د ناستي څوکۍ باید لرې-لرې کېښودل شي.

نوموړی زیاتوي چې که څه هم دوی دا کار وکړ، خو د مراسمو د پیل پرمهال ښځو ته د ګډون اجازه ور نه‌کړل شوه.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې ‎په خپرولو سره ویلي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې ښوونځي ته نشي تللی او تر بلې خبرتیا پورې دې په تمه پاتې شي.

په خبرپاڼه کې ویلي شوي چې هر کله چې د شریعت او افغاني دود او فرهنګ سره سم د ښوونځیو لپاره د لباس طرحه جوړه شوه، هغه وخت به د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم ښوونځي بېرته پرانستل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې پرون د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې د نجونو او هلکانو د ښوونځيو له پرانستل کېدو څخه خبر ورکړی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام