په بامیانو کې د لاسي صنایعو کوچنی بازار چې د مېرمنو له لوري مدیریت کېږي، وړاندې له دې چې دغه ښار د طالبانو لاس ته ولوېږي، ښه ګڼه ګوڼه یې درلوده، خو د وروستۍ یوې اوونۍ راهیسې په دغه کوچني بازار کې د کسبه‌کارو مېرمنو بازار پیکه شوی دی.

ګل‌بخت چې د یوې بامیانۍ مېرمنې مستعار نوم دی په دغه کوچني بازار کې د لاسي صنایعو هټۍ لري او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې برابروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌باڼه وڅارئ

هغه وایي، له هغه وخت راهیسې چې طالبانو پر بامیان ولکه خپله کړې د کسب‌کارانو بازار پیکه شوی دی.

د نوموړي په وینا، په دغه کوچني بازار کې د لاس صنایعو ۵۰ هټۍ د ښځينه متشبثو له لوري مدیریت کېږي چې اوس یې ګڼ‌شمېر تړلي دي او لسګونه مېرمنې چې دې برخه کې په کار بوختې وې، خپل عاید یې له لاسه ورکړی دی.

ګل‌بخت زیاتوي چې طالبانو پورې تړلي یو‌شمېر کسان د ښځینه خیاطانو هټۍ ته ورننوتي او د دوی ګنډل شوي  ښځینه جامې یې له منځه وړي دي.

بل‌خوا فاطمه چې په بامیانو کې یې مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې، وایي چې په اوسنیو شرایطو کې یې د ځان او کورنۍ ژوند له ګواښ سره مخ دی او دوی د وېرې له امله نه شي کولای چې له کور په ازاده توګه د پېر لپاره بازار ته ووځي.



د هغې په خبره، د مېرمنو ټولنه او د هنر کوچنی بازار چې پکې ښځو لاسي صنایعې پلورلې، اوس تړل شوی دی.
بامیانو کې مېرمنو ته د کاري فرصتونو چمتو کوونکې دوه مېرمنې له نړۍ‌والې ټولنې او د مېرمنو د حقونو له ملاتړو بنسټونو غوښتنه کوي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې دوی یوازې پرې نه ږدي.

په ورته مهال د بامیان اوسېدونکی داوود احمدي وایي، د طالبانو له راتلو سره سم، په دغه دغه ولایت کې بانکونه تړل شوي او په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې ورځ تر بلې لوړېږي.

د نوموړي په وینا، که څه هم ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې، خو د راتلونکې په اړه وېره او اندېښنې پر ښاریانو منفي اغېز کړی. داوود زیاتوي چې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا له امله ګڼ‌شمېر بامیاني ځوانان په وروستیو ورځو کې د کار لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

وموغوښتل په دې اړه د بامیانو لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مولوي انس نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره-سره بریالي نه شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام