د بامیان د ښځو چارو ریاست د ښځو نړیواله ورځ د نمانځغونډې جوړولو تر څنګ، د ښځو د لاسي صنایعو او ځايي خوړو د نندارتون او د بېلابېلو سپورټي پروګرامونو په جوړولو سره دا ورځ ونمانځله.

دغه راز، په بامیان ولایت کې د اغاخان بنسټ له لوري او د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست، د بشري حقونو سیمه‌ييز دفتر، پوهنتون، د احصایې ریاست او د بامیان د ټولنیز معاونیت په څارنې سره «د بامیان ولایت د ښځو ټولنیز پروفایل» په نوم د یوې علمي څېړنې پایلې هم خپرې شوې.

په دې څېړنه کې د بامیان ولایت په ۸ ولسوالیو کې پر ۱۲۳۳ ښځو پوښتنپاڼې وېشل شوي او له هغوی سره یې د ټولنې، کلتور، روغتیا، ښوونې او روزنې، سیاست، اقتصاد او ځینو نورو برخو کې چې شمېر یې لسو ته رسېږي، پوښتنې او خبرې کړې دي.

دا څېړنه په شپږو میاشتو کې شوې چې ۱۷ کسانو یې پر مهال په هره ولسوالي کې لس کسیزې فوکس‌ډلې جوړې کړي او پر ۱۲۳۳ ښځو یې پوښتنپاڼې وېشلې دي.

په څېړنه کې له ۳۰۰ مجردو او ۲۶ کوژده شویو نجونو، ۸۲۶ واده شویو ښځو او ۷۱ کونډو او هغو ښځو سره چې طلاق ورکړل شوی، خبرې شوې دي. د دې څېړنې موندنې ښيي چې د ۹۰۰ واده شویو ښځو له ډلې چې د څېړنې موخه وې، ۱۲۴ یې له ۱۵ کلونو په ټیټ عمر کې واده شوي او ۶۰۰ نورې یې هم د ۱۵ او ۱۸ کلونو ترمنځ واده شوې دي.

د څېړنې پر بنسټ، په بامیان ولایت کې سلنه ښځې له قانوني عمر نه مخکې واده شوې دي. دغه راز، په دغه ولایت کې ۷۰ سلنه واده شوې ښځې ځوانې دي او ۸۴ سلنه نورې هم بچیان لري.

په دې څېړنه کې راغلي چې ۵۷ سلنه ۵۰ باميانۍ ښځې د لوستلو او ليکلو توان نه‌لري او په دې ولايت کې يوازې ۱۳ سلنه ښځو د لسانس تر کچې لوړې زده‌کړې دي. دغه څېړنه ښیې چې په بامیانو کې ۸۰ سلنه ښځې چې دندې هم لري، مالي خپلواکي نه لري.

د څېړنې په فرهنگي برخه کې ۳۴سلنه ښځو  ځواب ورکړی چې په کورنيو کې د زوی او لور ترمنځ تبعیض  موجود دی؛ خو ۶۵ سلنو نورو ويلي، تبعیض موجود نه دی.

د څېړنې په يوه بله برخه کې راغلي، د نجونو د ودونو په مسله کې ۴۹ سلنه نجونې خپله، د ۴۱ سلنو نجونو پلرونه، د ۴ سلنو مورګانې، د ۶ سلنو کاکاګان او د يوـ يو سلنو مشر وروڼه او يا هم ماماګان پرېکړه کوي.

يادې څېړنې د ښځو سپورټ او تفرېح برخې هم راخيستې دي چې د سپورټ برخه کې يې ۲ سلنه باميانۍ مېرمنې سپورټي کلبونو ته لاس‌رسی لري او ۹۸ سلنه هېڅ له سپورټ سره بلدې نه دي.

د څېړنې د تفرېح برخه کې ۱۳ سلنه باميانۍ مېرمنې په اضافي وخت کې کتاب لولي او ۲۸ سلنه د خپلو خپلوانو له کورنيو سره ليده کاته کوي او يوازې ۶ سلنه تفرېحي ځايونو ته ورځي.

دغه علمي څېړنه «د بامیان ولایت د ښځو ټولنیز پروفایل» تر سرليک لاندې د باميانو پوهنتون د ټولن‌پوهنې پوهنځي استاد رسول کريمي کړې ده. د رسول کريمې په باور، دا څېړنه د ټول هېواد په کچه لومړنۍ څېړنه ده چې د باميانۍ ښځو ټولنيز وضعيت يې څېړلی دی.

په ورته وخت کې د باميانو د ښځو چارو رييسه ذکیه رضايي وايي، د دغې څېړنې مخکتنه به په يوه بله غونډه کې هم وشي.

نوموړې وويل، په پام کې لري د ښځو نړيواله ورځ په مرکز او ټولو ولسواليو کې ونمانځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام