یوه غمجنه شېبه وه، يوه ورور د بل بې روحه ورور جسد تابوت کې ايښی و او تابوت یې د موټر پر پز یوې رسۍ تاړه. ما وپوښتل چې تاسو چېرته ځئ او د کوم ځای یاست؟ په ډېرې ​​خواشينۍ او خپګان سره يې راته وويل: «موږ د باميانو د ورس ولسوالۍ د سورخ جوی د ابدال سيمې يوو، ورس ته ځو.»

د ابدال سورخ جوی سيمه د باميانو د ورس ولسوالۍ یو له لرې پرتو سيمو څخه ده. یو څو شېبې يې چې د خپلو نورو همکارانو په مرسته تابوت د موټر پر سر وتاړه، ځان يې راوپېژانده ويې ويل: « محمد رضا نومېږم او د شهيد عارف ورور يم.»

محمدرضا له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وويل، ورور يې عارف ۳۲ کلن و او يو عادي کاريګر و. د محمدرضا په وينا، ورور يې د بې‌وزلۍ له کبله، باميان او کابل کې کار پسې ډېر وګرځېد خو پای کې له خپلو څو ملګرو سره ننګرهار ته ورسېد او په کار يې پيل وکړ.

د نوموړي په وينا، عارف او ملګري يې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د ګچو په يوه فابريکه کې پر کار بوخت شول. رضا وايي، د عارف مېرمن او دوه ماشومان يې خوښ او هيله‌من وو چې پلار يې دنده پيدا کړې؛ خو څه وخت نه و تېر شوی چې د عارف او د ملګرو د وژل کېدو خبر يې راغی.

محمد رضا

د محمدرضا چې سترګې له اوښکو ډکې وې وويل، ترهګرو يې لومړی د ورور او نورو ۶ همکارانو لاسونه تړلي او بيا يې وروسته له شکنجې وژلي دي.

د وژل شوي کاريګر بل ورور حسن علي له حکومت او د بشري حقونو له بنسټونو د عدالت غوښتنه کوي. نوموړی وايي، د هغه د ورور په ګډون د ۷ بې‌ګناه کاريګرو د بې‌رحمه وژنې عاملان باید وپېژندل شي او سزا ورکړل شي.

څلور ورځې وړاندې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې نامعلومو وسله‌والو د ګچو د یوې کارخونې ۷ کاریګر چې ټول هزاره‌ګان وو، ووژل. وژل شويو کاريګرو کې ۵ يې د باميانو ولايت او ۲ يې د غزني ولايت اوسېدونکي وو.

حسن‌علي

دغې پېښې ځان سره پراخه غبرګونونه لرل. تېره د بامیانو ولایت سلګونو اوسېدونکيو چې قومي مشران، مدني فعالان او عام خلک په‌کې وو، د دغه ولایت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه‌ييز دفتر مخې ته د اعتراض په توګه را ټول شوي وو، حکومت یې د خلکو د امنیت ټینګښت کې پر پاتې راتلو تورن کړ. معترضانو د ننګرهار په سره رود ولسوالي کې هغه ترهګریزه پېښه چې د ګچو کارخونې ۷ کاریګر او د بامیان اوسېدونکي په‌کې ووژل شول، وغندله.

معترضانو چې د «اې د هېواد مشره، کاریګر مرګ ته نیول شوي؛ د صبر کاسه نسکوره ده!» شعار یې بدرګه کاوه، د سره رود ولسوالي د خونړۍ پېښې عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام