د ننګرهار چارواکي وايي،  نامعلومو وسله‌والو بېګاه د دغه ولایت په سره رود ولسوالي کې د ګچو یوې کارخونې اووه کاریګر وژلي دي.

د ننګرهار د پولیسو قوماندان جمعه‌ګل همت نن پنجشنبه رسنیو ته وویل چې یاده پېښه بېګاه د دغه ولایت د سره رود ولسوالي اړوند د فتح‌اباد په مارغونډۍ سیمه کې شوې ده. هغه وايي، دغه کسان د ګچو په یوه کارخونه کې وژل شوي دي.

ویل کېږي چې یادو کاریګرو چې هزاره توکمي وو، د ګچو په کارخونه کې له تیږو ګچ جوړاوه.

د ننګرهار امنیه قوماندان وايي، د دغو کسانو د وژلو په تور یې څلور کسان نیولي چې اوس ترې پوښتنې ګروېګنې روانې دي. هغه ډاډ ورکوي چې د دې پېښې اصلي عاملان او د دغو کسانو وژونکي به د قانون منګولو ته سپاري.

د ننګرهار د ملي امنیت یوې سرچینې هم یاده پېښه تایید کړې ده.

بله‌خوا د سره رود ولسوالي یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد کسان د شپې په تیاره کې وژل شوي او وژونکي یې له سیمې تښتېدلي دي.

د جلال‌اباد حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر سلام‌وطندار ته وویل، د سره رود ولسوالي له پېښې دغه روغتون ته اووه جسدونه وروړل شوي دي.

نوموړی وايي، د لومړنیو معلوماتو په توګه د وژل شویو کسانو پر جسدونو له نښو نښانو ښکاري چې یاد کسان له ډېرې ځورونې وروسته وژل شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کوم چا یا وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

ګچ د شوکاڼي یا تلک په څېر له سپینو او ژېړ رنګه ډبرو جوړېږي. د ننګرهار په حصارک، شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې د شوکاڼي کانونه شته چې ډېر شمېر هېوادوال په‌کې پر کار بوخت دي او داسې راپورونه هم شته چې له دغو کانونو وسله‌وال هم خپله برخه اخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام