زرګونه ننګرهاریانو نن د جمهوریت او افغان ځواکونو په ملاتړ را ټول شوي وو او په یوه خوله یې د سولې خبرو کې د چټکتیا او په روژه کې د سرتاسري اوربند غوښتنه وکړه. دوی ټینګار کاوه چې د سولې خبرو کې د تېرو شلو کلونو پر لاسته‌راوړنو معامله ورته د منلو نه ده؛ ځکه په وینا یې، په قربانیو یې ترلاسه کړې دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د روژې میاشتې په درناوي دې جګړه ودروي او سرتاسري اوربند دې وکړي.

د سولې خبرو ګړندیتوب او د جمهوري نظام د پایښت غږ هم د دې غونډې د سر خبرې جوړولې.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالرووف شپون پر خلکو غږ وکړ چې د نظام ملاتړ وکړي او پرې نږدي چې څوک یې پر برخلیک لوبې وکړي.

هغه طالبانو ته په خطاب وویل چې اوربند ته غاړه کېږدي او پر خلکو دې د زور حکومت نه کوي؛ ځکه په وینا یې، دا کار ناشونی دی او ښه به وي چې خپلې طرحې او وړاندیزونه له افغانانو سره شریک کړي.

دیني عالم داوود مجاهد هم وویل چې له جګړې ستړي شوي او وسله‌والو طالبان دې په هېواد کې روانه جګړه چې هره ورځ په‌کې لسګونه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، ودروي. نوموړي ټینګار وکړ چې طالب ډله دې خپلې غوښتنې په سوله‌ييز ډول د خبرو له لارې له افغان حکومت سره شریکې کړي.

دې غونډې ته د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات‌الله حیات هم په خپله وینا کې تېرو ترخو تجربو ته په اشارې وویل چې نور نه غواړي بیا یې تکرار کړي.

هغه وايي، افغانان نه غواړي چې هېواد یې بیا د سیمې استخباراتو لاس ته ولوېږي او په وینا یې، د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې یو ځل بیا د ډاکټر نجیب‌الله د واکمنۍ تاریخ تکرار کړي. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان دښمنان دې د هېواد په اړه دا بد خوب اوبو ته ووايي.

زرګونه ننګرهاریان داسې مهال د اوربند او سرتاسري سولې غږ پورته کوي چې د ملي روغې جوړې شورا د استانبول غونډې لپاره د سولې مسودې طرحه وروستۍ کړې او ټاکل شوې په روانه اپرېل میاشت کې یې د ترکیې په کوربه‌توب نړیواله غونډه کې وړاندې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام