Asset 1SWN

ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون ۳ خبريالانې ووژل شوې

156233371_4110322955644866_4164244945744398430_o

ننګرهار کې امنيتي مسوولان وايي، نن مازیګر شاوخوا څلور بجې د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د انعکاس خصوصي ټلوېزون پر ښځینه کارکوونکیو وسله‌وال برید شوی چې ۳ خبریالانې په‌کې وژل شوي او یوه بله مېرمن ټپي ده.

ياد ولايت کې یوې حکومتي سرچینې ویلي، د انعکاس ټلوېزون دغه کارکوونکې له دفتره کور ته پر لاره وې چې پرې پلیو وسله‌والو برید کړی دی.

ویل شوي، درې واړه د انعکاس ټلوېزون د دوبلې برخې کارکوونکې وې.

د ننګرهار د سیمه‌ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر وايي، دوی ته د درېيو ښځینه خبریالانو جسدونه او یوه ژوبله مېرمن ور وړل شوي  چې د ژوبلې روغتیایي حالت هم ښه نه دی.

چارواکیو ویلي، د انعکاس پر دوو کارکوونکیو یو برید د جلال اباد ښار په بنګړیوالو کوڅې او پر درېیمې قصبې سیمه کې شوی دی.

څو شېبې وړاندې انعکاس ټلوېزون هم په یوه بېړني خبر کې د خپلو درېيو ښځینه کارکوونکيو د وژل کېدو خبر خپور کړ.

سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، وسله‌والو د انعکاس ټلوېزون درې واړه کارکوونکې په سر وویشتلې او له سیمې وتښتېدل.

د يادې پېښې مسووليت تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

د افغان ژورنالستانو دفاع کمېټه دغه پېښه غندي او یو ځل بیا دولت د رسنیو او ژورنالستانو په امنیت ټینګولو کې ناتوانه بولي.

يادې کمېټې ويلي، د امریکا سفارت دې یواځې اعلامیې نه خپروي او په دې اړه دې د امنیت په ټینګښت کې له دولت سره اوږه پر اوږه مرسته او ملګرتیا وکړي او د پېښو په بې پرې څېړنو او قاتلینو پیدا کولو کې دې همکاري وکړي.

دغه برید په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه را پارولي دي. ولسمشرۍ ماڼۍ، د ملي روغې جوړې شورا، د ملي امنیت شورا، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، په کابل کې د امریکا سفارت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما، د بښنې نړیوال سازمان، د بې‌پولې خبریالانو سازمان، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندانۍ او … دا پېښه په سختو ټکو غندلې ده.

ولسمشر محمداشرف غني د دغه برید د غندنې ترڅنګ، پر بې‌ګناه افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو باندې برید د اسلام دین د لارښوونو خلاف عمل بللی دی.

د ملي روغې جوړې شورا هم ویلي چې د افغانستان دښمنان نه شي کولای د خبریالانو او بې‌ګناه افغانانو په نښه کولو سره خپلو شومو موخو ته ورسېږي او په وینا یې، نه شي کولای موږ تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو له غوښتنې را وګرځوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم دغه برید د اندېښنې وړ بللی دی. دغه کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د رسنیزو، مدني او بشري حقونو فعالانو په نښه کول د بیان ازادي له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

یاد کمېسیون له حکومت نه غوښتي چې د یاد برید عاملان په نښه، ونیسي او عدالت پرې پلی کړي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خبره، حکومت د امنیت ټینګښت او ساتنې اصلي مسوول دی.

په کابل کې د امریکا سفارت هم په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون د درېوو ښځینه کارکوونکو د وژلو پېښې هراړخیزه او رڼه پلټنه غوښتې ده. دغه سفارت د بښنې فرهنګ د پای ته رسېدو غوښتنه هم کړې ده.

په کابل کې د ناټو ځواکونو عمومي قومانداني یا ناټو هم دغه برید غندلی او هغه یې عام‌وژنه بللې ده.

ناټو وايي، د ننګرهار پېښه خونړۍ او له درده ډکه ده چې له کبله یې د رسنیو درې مسلکي کارکوونکې ووژل شوې. د ناټو په وینا، په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتلو لپاره د خبریالانو غږ اوس تر بل هر وخته مهم دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما، د بښنې نړیوال سازمان او د بې‌پولې خبریالانو سازمان هم دا پېښه غندلې ده.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی. د طالب وسله‌والې ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې په ننګرهار کې د رسنیو پر دريوو کارکوونکو برید د دوی کار نه دی، خو حکومت بیا د دې او ورته نورو بریدونو مسوولان طالبان بولي.

د يادولو ده چې څه کم درې میاشتې مخکې هم د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ياد ټلوېزون د خپرونو ویانده او ژورنالسته ملاله میوند هم په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوې وه.

سږنی کال افغانستان کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و. افغانستان کې تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې نږدې لس خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام