د انعکاس ټلوېزون درې کارکوونکې سعدیه سادات، شهناز رووفي او مرسل وحیدې چې تېره ورځ په ننګرهار ښار کې په دوه بېلابېلو بريدونو کې ووژل شوې نن خاور ته وسپارل شوې.

دغو درې واړو دوبلې برخه کې کار کاوه چې  د وژل کېدو پړه يې داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه واخيسته.

سعدیه سادات چې کابو دوه کاله یې ننګرهار کې انعکاس ټلوېزون لپاره ترکي، هندي او نور سیریالونه په پښتو کړل، هغه ځوانه نجلۍ وه چې له خپلو ارمانونو سره تر خاورو لاندې شوه.

هغه که څه هم د ټلوېزیون د پردې پر مخ نه ښکارېده؛ خو په ډرامو کې یې غږ ډېر مینه‌وال پیدا کړي وو.

د سعدیې سادات جنازه د جلال اباد په هډې فارم سیمه کې د هغوی د کور تر څنګ وشوه.

سعدیه سادات او د هغې دوه نورې همکارانې پرون مازیګر د جلال اباد ښار په لومړۍ او څلورمه ناحیه کې وسله‌والو په ډزو وویشتې چې یوې یې ځای پر ځای او دوو نورو روغتون کې ساه ورکړه.

دغو پېښو کې یوه بله لاروۍ مېرمن هم ټپي شوې ده.

سعدیې سادات تر څوارلسم ټولګي زده‌کړې کړې وې او هیله یې وه چې د حقوقو پوهنځی ولولي. د نوموړې ورور وايي، خور یې له یو عالم هيلو سره خاورو ته لاړه.

د رسنۍ د دغو درېیو واړو وژل شویو کارکوونکيو خپلوان او ګاونډیان وايي چې دوی د بې‌وزلۍ او له کړاوه ډک  ژوند درلود.

طالبانو ویلي چې ننګرهار کې په ښځینه خبریالانو برید دوی نه دی کړی او په ښکاره داعش وسله‌والې ډلې د دغو درې واړو نجونو د وژل کېدو پړه منلې؛ خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغو بریدونو په تړاو یو کس نیول شوی او ترڅېړنې وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي چې برید کومې ډلې تر سره کړی دی.

د انعکاس ټلوېزون مسوولان وايي، همکارانو یې د لوړو زده‌کړو هیله لرله؛ خو کمزوری اقتصاد یې پر وړاندې خنډ و.

د دې رسنۍ مشر انجینر زلمی لطیفي وايي، په ټوله کې يې کارکوونکيو ته ګواښ و؛ خو په ځانګړې توګه يې د خپلو کارکوونکيو د امنیت په اړه څه ونه ويل.

که څه هم چارواکي وايي، د تېرې ورځې برید په تړاو یو تورن کس نیول شوی؛ خو نن سهار د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته وویل، والي ضیاالحق امرخېل امنیتي مسوولانو سره ناسته کې پر هغوی فشار راوړی، څو د انعکاس ټلوېزون د کارکوونکيو وژونکي پيدا کړي، که نه، له دندو دې استعفاوې ورکړي.

خوږیاڼی وايي، والي په سملاسي ډول د جلال اباد ښار د ټولو حوزو جنايي او منطقوي کنټرول مسوولان بدل کړي او د حوزو مسوولانو او د ښار د ټولو پولیسو په بدلون کې هم ګام پورته کوي.

دغه پېښه ولسمشرۍ ماڼۍ، ملي مصالحې عالي شورا، مخکېني ولسمشر حامد کرزي، امریکا او کاناډا سفارتونو او دغه راز د ژورنالستانو د دفاع او خوندیتوب کمېټو غندلې او دا یې د بیان پر ازادۍ برید ګڼلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په بې ګناه هېوادوالو په ځانګړې توګه په مېرمنو ترهرګريز بریدونه د اسلام دین له ارشاداتو، افغاني فرهنګ او د سولې له روحیې سره په تضاد کې دي.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې دا ډول بریدونه ناورین او روانه جګړه لا سخته او اوږدوي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بیان ازادي له ګواښ سره مخ ده.

دغه بنست په ټوېټر لیکلي چې حکومت دې د دا ډول بریدونو عاملان ونیسي او عدالت ته دې راوکاږي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون حکومت د خلکو د ساتنې او د امنیت د ټینګښت مسوول ګڼلی دی.

تردې وړاندې د انعکاس ټلویزون یوه بله ویانده او د خپرونو چلوونکې ملاله میوند هم د جلال‌اباد ښار کې له خپل موټر چلوونکي سره په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوې وه چې د هغه برید پړه هم داعش ډلې پر غاړه اخیستې وه.

ننګرهار ولایت کې خبریالان وايي، تر دې دمه حکومتي چارواکيو د دوی د ژوند خوندیتوب لپاره هېڅ نه دي کړي.

دوی له حکومت او وسله‌والو غواړي چې د بیان ازادۍ ته د احترام په خاطر دې د خبریالانو ژوند ته ځانګړی پام وکړي او دغه بې پرې پوړ دې د خپلو بریدونو موخه نه ګرځوي.

روان لمریز کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی کال بلل شوی.

د دې کال په وروستیو شاوخوا څلورو میاشتو کې لس خبریالان د وسله‌والو بریدونو ښکار شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام