د ننګرهار امنیتي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ټرافیکي پېښې په پایله کې اته تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې د څلورو ښځو او یو ماشوم په ګډون اته کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوى وايي چې ټپیان د درملنې په موخه د جلال‌اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سرکونو خرابوالی، د موټرچلوونکو بې احتیاطي او  د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول په هېواړ کې د ټرافیکي پېښو درامنځته کېدو لاملونه بلل کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې وړ ده چې له دې مخکې هم په دې حلقوي سرک ورته پېښې رامنځته شوي چې تل یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام