جلال‌اباد کې ټرافیکي پېښه؛ ۸ کسان مړه او ۲ ټپیان شوي

د ننګرهار امنیتي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ټرافیکي پېښې په پایله کې اته تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې د څلورو ښځو او یو ماشوم په ګډون اته کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. دوى وايي چې ټپیان د درملنې په موخه د جلال‌اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

امریکایي ډیپلوماټ: د سیمې هېوادونه د امریکا له وېرې د ا.ا حکومت په رسمیت نه پېژني

 په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر په خپل تازه مرکه کې ویلي د افغانستان ځينې ګاونډي او د سیمې ځينې هېوادونه دې ته لېواله دي چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني، خو دغه هېوادونه د امریکا له وېرې دا کار نه شي کولی.