جلال‌اباد کې ټرافیکي پېښه؛ ۸ کسان مړه او ۲ ټپیان شوي

د ننګرهار امنیتي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ټرافیکي پېښې په پایله کې اته تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې د څلورو ښځو او یو ماشوم په ګډون اته کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. دوى وايي چې ټپیان د درملنې په موخه د جلال‌اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.