Asset 1SWN

ناپېژنده وسله‌والو ننګرهار کې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي

Jalalabad-Afghanistan

په ننګرهار کې یوه محلي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالي کې ناپېژنده کسانو په یوه کور برید کړی او د چړو او تبر په وسیله یې درې کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

سرچینې ویلي چې دغه پېښه بېګاه شپه د یادې ولسوالي په «شګې» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینه زیاتوي چې په وژل شویو کې یو ماشوم، یوه مېرمن او هغه ځوان هم شامل دی چې څه موده وړاندې یې واده کړی و. د یادې کورنۍ مور او پلار په دغه برید کې ټپیان شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ځايي چارواکي پېښه مني او وایي، په تړاو یې څو کسان نیول شوي او لومړنۍ څېړنې ښایي چې پېښه د خپل منځني اختلافاتو له امله رامنځ ته شوې، خو تر بشپړو څېړونو وروسته به یې نور جزییات په ډاګه کړي.

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام