د سوېلي افریقا په جوهانسبورګ کې د ګازو ټانکر د چاودنې له امله د مړو شویو شمېر ۳۴ کسانو ته لوړ شوی دی.
دغه پېښه د پلازمېنې جوهانسبورګ اړوند د ختیځ بوکسبورک ښار کې د تېرې اوونۍ د شنبې پر ورځ د ډسمبر په ۲۴ رامنځته شوې ده.
د سوېلي افریقا د رسنیو د راپورونو له مخې، چاودنه یوه روغتون ته نږدې شوې او له روغتون سربېره سیمه کې یې ګڼشمېر کورونو ته هم زیان اړولی دی.
پېښه کې هغه کسان هم مړه او ټپیان شوي چې د دې ټانکر د نندارې لپاره د پله شاوخوا راټول شوي وو. د سوېلي افریقا د روغتیا وزارت تراوسه یادې پېښه کې د ۳۴ کسانو د مړینې خبر تایید کړی دی.
په ورته مهال د سوېلي افریقا د روغتیا وزارت په دغه بیان کې راغلي چې مړو شویو کې ۱۱ روغتیايي کارکوونکي او ۲۳ عام وګړي شامل دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
روغتیايي چارواکو همداراز د ګازو ټانکر چاودنې ته په کتو اندېښنه ښودلې چې ښايي د مړو شمېر له دې هم زیات شي.