Asset 1SWN

بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي

IMG-20230502-WA0032

د بغلان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له کبله شپږ کسان مړه شوي او یو بل کس ټپي دی.

پېښه نن سه‌شنبه د غويي ۱۲مه د یاد ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند «دشت‌خواجه الوان» سیمه کې د یوه کرولا ډوله او باروړونکي موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بغلان د ټرافیکو مدیریت همداراز زیاتوي چې پېښه کې ۲۰ څاروي هم له‌منځه تللي دي.

بغلان کې داسې مهال یاده ټرافیکي پېښه رامنځته کېږي چې له کوچني اختر راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه ټرافیکي پېښې شوي چې پر مهال د یو‌شمېر کسان مړه او ټپیان شوي هم دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په ورته مهال د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او ټرافیکي قوانینو سره نه بلدتیا هغه لاملونه ګڼل کېږي چې له کبله یې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام