Asset 1SWN

بغلان کې ټرافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او یو ټپي شوی

1b15fb3a-861f-41dd-8980-e35bde4e491b

د بغلان د امنیې قومنداني ویاند او د رسنیو برخې مسوول شېراحمد برهاني سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ولایت کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو له امله پنځه کسان مړه او یو بل کس ټپي شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې پېښه نن له غرمې مخکې ۹:۳۰ بجې هغه مهال رامنځته شوې چې یوه سراچه ډوله موټر د پلخمري ښار په «بُرق‌ها» سیمه کې سیند ته پرېوت.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بغلان د امنیې قومنداني ویاند همداراز ویلي چې دې پېښه کې پنځو کسانو خپل ژوند بایللی او یو بل کس ټپي دی چې دا مهال روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د هغه په وینا، پېښه کې د ټپي شوي روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی. په مړو شویو کې یو ماشوم، یوه ښځه او درې نارینه شامل دي. دا په داسې مهال دی چې په تېرو دوو ورځو کې بغلان کې د ټرافیکي پېښو له امله نږدې ۷۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

پرون هم د دغه ولایت په خنجان ولسوالي کې د یوه ۵۸۰ ډوله موټر د چپه‌کېدو له امله نهه کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام