د پروان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه شوي او یو بل کس تپي دی.
د پروان د ټرافیکو مدیریت د پېښو امر عبدالحمید محمدي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلاموطندار ته ویلي، پېښه نن پنجشنبه د تلې اوومه سهار ۶بجې د یوې لارۍ ډوله «لس سلنډره» او ټېلر موټرو ترمنځ شوې چې پهکې دوه کسان مړه او یو بل کس ټپي شو دی.
محمدي زیاته کړه چې یاده ټرافیکي پېښه د بګرام هوايي ډګر درېیمې دروازې سیمه کې رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، په لارۍ موټر کې د ډبرو سکاره بار و او کابل ته یې لېږدول.
د پروان د ټرافیکو مدیریت د پېښو امر د دغې ټرافیکي پېښې اصلي لامل د موټرو چلوونکو بېاحتیاطي په ګوته کوي. نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ټپي روغتون ته لېږدول شوی او دا مهال تر درملنې لاندې دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې چې لامل یې د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او د لارو خرابوالی ښودل کېږي.