Asset 1SWN

تخار کې ټرافیکي پېښه؛ یو کس مړ او څلور ټپیان شوي

تخار۱۱

تخار کې ولسي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د هزارسموچ ولسوالي اړوند «کورقدوق» کلي کې د یوه پیکپ موټر د چپه‌کېدو له امله یو کس مړ شوی او پنځه ټپیان دي.

د تخار د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه ماښام د دې ولایت هزارسموچ ولسوالي کې رامنځته شوې چې پرمهال یې یو کس مړ او څلور ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې پربنسټ، د پېښې ټپیان د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د تخار ولایتي روغتون ته لېږل شوي. مسوولان همداراز وايي چې یاده ټرافیکي پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې کال وړاندې هم په همدسې سیمه کې د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له کبله د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه‌کېدو په پېښه کې یو‌شمېر کسان مړه او ټپیان شوي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي دي. د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د لارو خرابوالی افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام