د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته وویل، تېره ورځ مازیګر مهال د دغه ولایت قره‌باغ ولسوالي کې د اسلامي امارت ځواکونو یوه رنجر له سراچه موټر سره ټکر کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د امنیې قومنداني ویاند وايي چې د دغې پېښې پایله کې درې کسان ټپیان شوي دي. غزني کې دې وروستیو کې ټرافيکي پېښې زیاتې شوي دي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د هېواد یو‌شمېر ولایتونو کې د اسلامي امارت د ځواکونو د موټرو تېز سرعت او بې‌احتیاطۍ له امله ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې ګڼ‌شمېر خلکو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام