Asset 1SWN

غزني کې ټرافیکي پېښې د پنځو کسانو ژوند واخیست

Ghazni-pkzh1cdiai2g6spnkb7lm0q9y5pwie6k1bl7irlxuc

د غزني د امنيې قومانداني وياند سيداسحاق صالح وايي، پېښه پرون ناوخته د غزني د مرکز اړوند د کوتل روضې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې يو کرولا ډوله موټر له سړک څخه واوښت.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صالح وایي چې په قربانیانو کې درې مېرمنې او دوه نارینه شامل دي او موټر چلوونکی هم سخت ټپي شوی دی.  هغه د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې غوري بللې.

د روضې کوتل د غزني ولایت مرکز اړوند ختيځ لور ته پرته ده چې د کابل ــ کندهار د لویې لارې تر ټولو خطرناکه سیمه بلل کېږي او وخت ناوخت پکې خونړۍ ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام