Asset 1SWN

خوست کې د اختر په لومړۍ ورځ ټرافیکي پېښې درې کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

IMG-20230421-WA0023-q5c44ebp8o6cap7xs9mu9s9jar8x55h8jueykv89zc

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې نن د اختر په لومړۍ ورځ په دغه ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې یو کس مړ کړی او دوه نور یې ټپیان کړي دي. نن د افغانستان په ګډون، په ډېری هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا پېښه هم نن جمعه، سهار لس بجې د خوست د ګربزو ولسوالي په علیدایه سیمه کې شوې ده.

د خوست د امنیې قومانداني ویاند مستغفر ګربز وايي، په دې پېښه کې یو موټرسایکل چې درې کسان پرې سپاره وو، له یوه موټر سره ټکر کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې د تېر یوه کال پر مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې له کبله یې ګڼ‌شمېر هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده. د ډېری ټرافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو بې‌غوري او ګړندی تګ په ګوته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام