Asset 1SWN

بغلان کې دوه بېلابېلې ټرافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او ۱۲ ټپیان دي

IMG-20230414-WA0030-q50gbft11noakdmwulvzihk0a13jfm2vdn64yjd4lk

د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو له کبله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د امنیې قومانداني ویاند شېراحمد برهاني وايي، نن مازدیګر (د وري ۲۵مه، د جمعې ورځ) د دغه ولایت د جنجان ولسوالي اړوند په شمالي سالنګ کې یو سیمرغ موټر پر یوه ماشوم ختلی او هغه یې مړ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دویمه پېښه هم نن د مرکزي بغلان ولسوالي د بورې کارخونې په اړونده سیمه کې شوې ده. هغه زیاتوي چې په دې پېښه کې یوه سراچه له فولډر سره ټکر شوې چې له کبله یې یوه ښځه مړه شوې او ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

مسوولان د دغو پېښو لامل د موټرچلوونکو بې‌غوري او ګړندی تګ په ګوته کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام