Asset 1SWN

بغلان کې د لنډکروزر او ټېلر ټکر؛ درې کسان مړه او درې ټپیان دي

IMG-20221201-WA0130

د سالنګ لویې لارې مسوولان د بغلان ولایت په خنجان ولسوالي کې د ټرافیکې پېښې له کبله شپږ کسانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سالنګ لویې لارې د ساتنې رییس ابومحمد حافظ محمدیعقوب د دغه خبر د تایید ترڅنګ، سلام‌وطندار ته ویلي چې یو لنډکروزر موټر نن ماښام شاوخوا شپږنیمې بجې پر لاره د ګړندي تګ او د موټرچلوونکي د بې‌غورۍ له کبله له یوه ټېلر سره ټکر کړی دی.

هغه وايي، دغه موټر له شمال نه سوېل ته روان و چې له ټېلر سره ټکر شوی او له کبله یې په لنډکروزر کې ناست درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی که څه هم په دې اړه نور جزیات نه ورکوي، خو زیاتوي چې د پېښې ټپیان یې د بغلان ملکي روغتون او دوشاخ کلینیک ته لېږدولي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام