Asset 1SWN

سلام وطندار

یوناما د کابل نننۍ چاودنه وغندله

308677690_5393189094110809_7802894405441303550_n

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه ټويټ کې د کابل وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته چاودنه غندلې او هغه یې ترهګریز برید بللی دی.

یوناما د دې چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې او ټپیانو ته یې د بیړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نن ماسپښین د جمعې له لمانځه وروسته د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د وزیر محمداکبرخان جامع جومات مخې ته درنه چاودنه وشوه.

د کابل امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلام وطندار ته ویلي چې ياده چاودنه کې اووه ملکیان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، چاودنه یوه موټر کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله شوې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام