د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې د کابل د امنیتي حوزو له ټولو جنايي امرانو به د جرم د کشف او تحقیق په برخه کې ازموینه واخیستل شي.

هغه نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، د دولت ژورې ارزونې ښيي چې د پولیسو او ان د ملي امنیت په لیکو کې د کشف، بررسۍ او محاکمې په اړه لازم پوهاوی نشته چې په وینا یې، لومړنی راپور د داسې معیارونو پر بنسټ نه جوړېږي چې څارنوالي ته د جدي اجراآتو لاره هواره کړي.

نوموړی زیاتوي، یاده ازموینه چې د څارنوالي له لوري د کابل په ګډون، د امنیتي تړون په شاملو ولایتونو کې اخیستل کېږي، حقوقي الزامیت نه لري، خو که ولسمشرۍ ماڼۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسوولانو د عزل او تبدیلۍ پرېکړه ونه کړي.

صالح وايي، دا کار به د څارنوالي او د امنیتي ادارو د کشف او څېړنې برخې ترمنځ شته واټن له منځه یوسي. د هغه په وینا، له دغې تګلارې به د کابل په ملي امنیت ریاست کې هم ګټه واخیستل شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال یو ځل بیا په کابل ښار کې پر موټرسایکل جوړه سپرو کسانو ته په اشارې لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې سلګونه موټرسایکل چې دوه کسان پرې سپاره وو، درول شوي دي. هغه له خلکو غوښتي چې پر یوه موټرسایکل دوه کسان سپاره نه شي، که‌نه موټرسایکل به یې ونیول شي.

امرالله صالح وايي، داسې ډېرې ویډیوګانې لري چې ښيي، ډېری ترورونه او هدفي وژنې د هغو موټرسایکل په وسیله کېږي چې دوه کسان پرې سپاره وي. نوموړي هغو ټولو ولایتونو ته هم لارښوونه کړې چې پر موټرسایکل جوړه کسانو ته د تګ‌راتګ اجازه ور نه کړي.

هغه مخکې هم ویلي و چې په کابل کې پر موټرسایکل ۹۰ سلنه جوړه سپاره کسان ترهګر دي.

صالح په کابل کې وروستیو چاودنو او ترورونو ته په اشارې لیکلي، سبا به د هغه کس ویډیو خپره شي چې چسپکي ماینونه یې پر موټرو پسې نښلول. د نوموړي په وینا، دا ویډیو به وښيي چې څنګه او په کوم مهارت یې دا کار کاوه.

هغه زیاته کړې چې د یادې ویډیو خپرولو موخه د طالبانو له لوري د خلکو د ترور او وژنو لارو چارو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي ورکول دي.

امرالله صالح وايي، هیله لري چې د یادې ویډیو په خپرولو سره چې د نیول شوي کس له لوري تمثیلېږي، په دې اړه د خلکو عامه پوهاوي کچه لوړه او ټول په امنیتي رضاکارانو بدل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام