یو شمېر دوکانداران چې د کابل ښار کې په قوای مرکز سیمه کې دوکانداري کوي وايي، پولیس له ټرافیکو سره په همغږۍ له دوی باج اخلي او د رشوت غوښتنه ترې کوي.

دغه دوکانداران شکایت کوي او وايي، که چېرې غوښتل شوې پیسې ور نه‌کړي د دې ترڅنګ چې د کار مخه يې هم نیسي له فزیکي تاوتریخوالي سره هم مخ کېږي.

د یادې سیمي د دوکاندارانو استازی بهبود هم دا تاییدوي چې پولیس او ټرافیک په خپلو کې په همغږۍ له دوی د رشوت غوښتنه کوي. نوموړی وايي، د خپلې ستونزې حل لپاره دويمي امنیتي حوزې ته ورغلي؛ خو ستونزه يې د دې پرځای چې حل شي دوه برابره ډېره شوې ده.

د قوای مرکز سیمې د دوکاندارانو استازی وايي، د دويمې امنیتي حوزې مسوولانو ورسره په پيل کې د ستونزو د حل ژمنه کړې وه؛ خو اوس يې حتا ټلفوني اړيکو ته ځواب نه وايي.

د کابل امنیې قوماندانۍ وايي چې د دې موضوع په اړه پلټنې کوي.

د پولیسو او ټرافیکو له لوري باج اخیستنه هغه ستونزه ده چې دوکانداران او د لاسي توکيو پلورونکي هم ورسره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام