Asset 1SWN

کابل ښار کې ۲ نجونې چې له مشهورو کسانو به یې باج اخيسته، ونيول شوې

Kabul-City-New-Pic-5-p1hg92v5bgprlfepvzvr8htaozzu2fssd46x6h6mqc

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د درېيمې حوزې پوليسو هغه دوې نجونې ونيولې چې د مفشنو جامو په اغوستلو سره به يې له نېکو او مشهور کسانو باج اخيسته.

امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، دغه دوه نجونې د شپږنيمو بجو د غونډو د لارښوونې له مخې نيول شوې دي.

نوموړی وايي، د حسنا او شيما په نوم نجونو به نارینه ګواښل چې که دوی ته پیسې ورنه کړي نو  کورنيو ته يې او هم به د بشري حقونوسازمان  ته شکايت وکړي چې پر دوی يې لاس اچولی دی.

د ولسمشر لومړی مرستيال زياتوي، یوشمېر نارينه به اړ شول چې د خپل عزت د ساتلو او له دغه جنجال څخه د تېښتې لپاره دوی ته پیسې ورکړي.

د امرالله صالح په وينا، کلونه کېدل چې دغې قضيه ته رسيده‌ګي نه وه شوې.

صالح دغو قضيو ته د نه رسېدنې يو لامل په عدلي او قضايي او همداراز د پوليسو په ليکو کې د مېرمنو د موجوديت کمرنګي يادوي.

نوموړی زياتوي، دې نابرابریو د ټولنې نیمې برخې جرمي او حقوقي مسايلو ته د دولت لاسرسی  محدود کړی  او په ځينو مواردو کې يې حتا د لاسرسي مخه نيولې ده.

د ولسمشر لومړي مرستيال همداراز ويلي، له دې وروسته به له کابله بهر کېدونکي موټر هم وپلټل شي.

امرالله صالح وايي، له بده مرغه ځينې تکراري مجرمين چې د کابل په ځينو سيمو کې يې حالت خراب کړی دی، هغه کسان دي چې د کرونا له کبله بښل شوي دي. نوموړي ليکلي: «زه له دغې بښنې پښېمانه يم. هغه وخت مو د کرونا ګواښ نه شوی درک کولای او زموږ وېره دا وه چې زندان به د ډله‌ييز مرګ په ځای بدل شي.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام