Asset 1SWN

«د ولسمشر د لومړي مرستيال امنيتي برنامې يوازې لنډمهالې ګټورې دي»

Saleh

 

یو شمېر سیاسي او پوځي شنونکي د کابل ښار د امنیت ټینګښت لپاره د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح برنامې يوازې لنډ مهال لپاره ګټورې بولي او وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال امنیتي برنامې د عامه افکارو د رضایت ترلاسه کولو لپاره دي او دا برنامې نه‌شي کولای د کابل ښار په کچه د جرم او جنایت بستر له منځه یوسي.

سیاسي شنونکی بسم الله رنجبر سلام‌وطندار ته وویل، د جرمونو کچه هېڅ کله نه‌شي راښکته کېدلای، بلکې د پراخېدو کچه یې ډېرېدای شي.

رنجبر په دې باور دی چې بد اقتصادي وضعیت او د مناسب کار نه موجوديت‌ لامل کېږي چې خلک جرم او جنایت ته مخه کړي.

د بې‌اسناده موټرو ظبط، کوڅه په کوڅه استخباراتي پوښښ، ناحیه په ناحیې د کوچنیو او لویو مجرمینو د نوملړ خپرېدل، د غلو، لنډغرو، باج اخیستونکيو او د غاصبینو  د نوملړ چمتو کېدل او د کابل ښار بېلابېلو ناحیو کې پوسټرونو کې د مجرمینو او تښتېدليو د عکسونو چاپول، د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح له اقدماتو دي چې د کابل ښار د امنیت ښه‌کېدو لپاره يې نیولي دي.

صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، د بې‌اسناده موټرو د درولو په اړه له خبرداري وروسته، اوس د دغه ډول موټرو ګرځول ۹۰ سلنه کم شوي دي.

خو پوځي شنونکی عتیق الله امرخېل سلام‌وطندار ته وايي، لوړو حکومتي بنسټونو کې فساد او غلاوې او جنایت‌کوونکيو څخه ملاتړ کابل کې د ناامنیو تر ټولو مهم لاملونه دي.

د کابل ښار د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره، امرالله صالح د ولسمشر غني پر لارښوونې د روانې اوونۍ له یکشنبې ورځې راهیسې د کابل ښار امنیتي مسوولیت د ۴۵ ورځو لپاره پر غاړه اخیستی دی.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام