د دایکندي ولایت د پاتوی سیمې اوسېدونکي چې د جګړو له امله د دغه ولایت مرکزنیلي او یو‌شمېر امن ولسوالیو ته بې‌ځای شوي وایي چې وسله‌والو طالبانو د دغې ولسوالي د سرتګاب سیمې له نیولو وروسته د دوی کورونه سوځولي او مړي یې له قبرونو راویستلي دي.

د پاتوی ولسوالي اړوند د سرتګاب سیمې اوسېدونکی رحمت‌الله له سلام‌وطندار سره په خبرو کې په تېرو څو ورځو کې په دغه سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو او طالبانو ترمنځ د جګړې کیسه کوي.

هغه وایي: «د پاتوی ولسوال او د امنیت امر له خلکو څخه وغوښتل چې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې ودرېږي او په دغه ولسوالي کې دې د طالبانو د نفوس مخه ونیسي. خلک د طالبانو پر وړاندې ودرېدل او جګړه یې وکړه، خو له یوې اوونۍ تېرېدو وروسته، طالبانو دوی کلابند کړل او کله چې دوی د امنیت له امر څخه د مرستې غوښتنه وکړه، نوموړي ورته وویل چې ځانونه وباسئ او مونږ در سره مرسته نه شوو کولای.»

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاتوی ولسوالي د سرتګاب سیمې دغه اوسېدونکی وایي، وروسته له هغې چې په دغه سیمه کې د دایکندي محلي چارواکو له لوري ولسي پاڅون کوونکو سره پوځي مرسته ونه شوه، طالبان بریالي شوو چې د سرتګاب سیمه ونیسي.

رحمت‌الله وایي، طالب جنګیاليو چې کله د سرتګاب سیمه ونیوله، په دغه سیمه کې یې نېږدې ۵۰کورونه په بمونو والوزول او د خلکو شتمنیو ته یې اور ورته کړ.

نوموړی وایي، طالبانو په سرتګاب سیمه کې د دوی له هدیرې څخه د درېو هغو مړو جسدونه راویستلي چې په وروستیو جګړو کې وژل شوي وو.

رحمت‌الله له خپلې ۱۴کسیزې کورنۍ سربېره له خپلوانو سره چې ټول یې ۳۵کسان کېږي، د دایکندي مرکز نیلي ښار ته بې‌ځایه شوي او له دولت او مرستندویه ټولنو څخه د مرستې غوښتنه کوي. هغه وایي، که مرستې ورته ونه رسېږي، ماشومان به یې له منځه ولاړ شي.

په همدې حال کې د پاتوی ولسوال سید طاهر اعتمادي سلام‌وطندار ته وایي چې تراوسه له بېلابېلو سیمو څخه په ځانګړې توګه د سرتګاب له کلي ګڼ‌شمېر کورنۍ کیتي او د دایکندي مرکز ته کډه شوي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.



نوموړی وایي چې په پاتوی کې د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

د پاتوی ولسوال زیاتوي چې دغه بې‌ځایه شوي له هر څه ژر په پاتوی کې د امنیت د ټينګښت غوښتنه کوي او له حکومت څخه غواړي چې دغه ولسوالي د طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.

بلخوا د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د دایکندي پاتوی ولسوالي د دوی تر کنټرول لاندې ده. نوموړي په دغه ولسوالي کې د طالبانو له لوري د استوګنې کورونو د سوځولو خبر رد کړ او هغه یې بې اساسه وباله.

هغه وویل: « دغه ادعا پروپاګند دی، مونږ یې رده وو. په پاتوی ولسوالي کې پر هېچا ظلم نه دی شوی حتې برید نه دی شوی. جګړه د ولسوالي پر مرکز وه چې د دښمن نظامیان له منځ تللي او ولسوالي نیول شوې، مونږ د هغې ځای له خلکو سره ستونزو نه لرو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د دایکندي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د امریت مسوولان وایي، د محلي سرچینو څخه د دې ادارې موندنې ښايي چې د پاتوی ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې د جګړو او ناامنیو له کبله نېږدې ۱۵۰۰کورنۍ د دایکندي کیتي او مرکز ته بې‌ځای شوي دي.

د دایکندي ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو امر ابراهیم هاشمي وایي چې د جګړو له امله له پاتوی څخه کیتی ته له ۸۰۰تر۹۰۰ کورنۍ او مرکز ته له ۷۰ تر۱۰۰کورنۍ بې‌ځای شوي دي. هغه وویل چې پاتوی څخه کجران بیا نېږدې ۴۰۰ کورنۍ بې‌ځای شوی او ګڼ‌‌شمېر نورې کورنۍ هم امنو سیمو ته ځانونه رسولی دي.

پاتوی د دایکندي یوه له ناامنیو ولسوالیو څخه ده چې له د دغه ولایت له مرکز  څخه ۱۰کیلومټره واټن لري. په دغه ولسوالي کې له لسو ورځو راهیسې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې روانې دي

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام