د دایکندي په شهرستان ولسوالي کې محلي مسوولان وايي چې د «چهار اسپان» او «صدخانه» سیمو اوسېدونکي په خپل لګښت یو روغتیايي مرکز جوړوي او په وینا یې، تازه یې د یاد مرکز د بنسټ ډبره ايښې ده.
د شهرستان ولسوال ضامن پویا سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه روغتیايي مرکز په جوړولو سره به شاوخوا ۷ زره کسان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ومومي. د نوموړي په خبره، د یاد مرکز جوړولو لپاره له ۳ میلیونه ډېرې افغانۍ په پام کې نیول شوې دي. پویا زیاتوي، که څه هم د شهرستان ولسوالي په دې برخه کې بودیجه نه لري، خو هڅه به وکړي چې له خلکو سره همکاري وکړي.

د یادو کلیو اوسېدونکي په دې برخه کې د دولت له بې‌غورۍ ستړي دي او اړ شوي چې خپله لاس په‌کار شي.

د «صدخانه» سیمې اوسېدونکی او دیني عالم محمدناصر بیاني وايي، دغه روغتیايي مرکز یو ستر سالون او لس خونې لري او د یوه خیرغوښتونکي کس له لوري ورته شاوخوا دوه جریبه ځمکه ورکړل شوې ده.

د یادو سیمو اوسېدونکي وايي، د شهرستان ولسوالي له مرکز نه شاوخوا ۷۵ کیلومتره لرې پراته دي او د اټکل له مخې، ۳۱ زره کسان په دغو کلیو کې اوسېږي چې کمو روغتیايي خدمتتونو ته هم لاسرسی نه لري او د شهرستان او نیلي ښارونو ته یې نه شي لېږدولی.

د شهرستان ولسوالي اوسېدونکي له مرستندویه او هغو بنسټونو چې په روغتیايي برخه کې فعالیت کوي، غواړي چې د دغه روغتیايي مرکز په جوړولو او تجهیز کې همکاري وکړي.

د دایکندي د روغتیا رییس اسحاق‌علي درمان د شهرستان ولسوالي د اوسېدونکو دغه کار ستايي.

تر دې مخکې یوه دیني عالم په خپل لګښت د سنګ‌تخت ولسوالي په میراثي سیمه او د دایکندي په بندر کې یو روغتیايي مرکز جوړ کړی و چې اوس ډېر ناروغان د درملنې لپاره ورځي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام