لوږې او بېوزلۍ د فراه ولایت په لرې پرتو سیمو کې لسګونه کورنۍ اړ کړي چې د دغه ولایت مرکز ته را کډه شي او د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره هره دروازه وټکوي.
د فراه یو اوسېدونکی عبدالقادر د دغو کورنیو له ډلې د یوې هغې غړی دی چې د بېوزلۍ او ناچارۍ له کبله سختې شپې او ورځې تېروي. دغه کورنۍ بیړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. هغه وايي، څلور بچیان لري او هرې مرستندویې ادارې ته چې ورغلی، څه یې لاس ته نه دي ورغلي.
عبدالقادر زیاتوي: «نه غوړي لرو، نه اوړه لرو او نه هم نور خوراکي توکي. موږ هېڅ نه لرو، سولر نه لرو، کمپلې نه لرو او پیسې هم نه لرو چې څه پرې وپېرو. نورې اړتیاوې مو دې پر خپل ځای وي، موږ څه نه لرو.»
د سلاموطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ
زهرا او نعمتالله هم د فراه ښار په څنډو کې سختې شپې او ورځې تېروي. دوی وايي چې د خپلو کوچنیو ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي او نورو توکو ته اړتیا لري.
د فراه اوسېدونکي د خپلې بېوزلۍ او ناچارۍ لامل وچکالي او وزګارتیا یادوي او وايي، که وضعیت ته یې پام ونه شي، په نږدې راتلونکې کې به له انساني ناورین سره مخ شي.
په فراه کې د اسلامي امارت مسوولان هم د دغه ولایت د اوسېدونکو د ناسم اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د فراه شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي په لوږه او بېوزلۍ کې ژوند کوي.
په فراه کې د اسلامي امارت فرهنګي مسوول مولوي صادق وايي، هڅه کوي چې د مرستندویه ادارو په همکاري له اړمنو کورنیو سره مرستې وکړي.
وچکالي، هېواد کې وروستي بدلونونه او د لومړنیو توکیو د بیو لوړوالی لامل شوی چې ډېری خلک د عبدالقادر په څېر له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي او یوازینۍ هیله یې د مسوولو او مرستندویه ادارو مرسته وي.
دا په داسې حال کې ده چې د فراه یوه سوداګر څه موده مخکې پر ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل، خو دا مرستې نه شي کولای د دغه ولایت د بېوزلۍ او ناچاره کورنیو درد ته درمل شي.