د لوګر چارواکي وایي چې دغه ولایت کې د عینکو کان د استخراج قراردادي «ام‌سي‌سي» چینایي شرکت له لوري د محمداغې ولسوالي پر ۳۰۰ بې‌وزله او اړمنو کورنیو باندې د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

د محمداغې ولسوالي اجراییه مدیر الهام لوګري سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد چینايي شرکت دغه مرسته د عینکو کان شاوخوا سیمو کلیو کې پرتو بې‌وزله کورنیو سره کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي وینا، په مرسته شویو توکو کې د ۲۰زره امریکایي ډالرو په لګښت هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۲۰ کیلو ګرامه وریجې، ۱۰ کیلو ګرامه غوړي، یو من بوره او یوه کیلو شین چای شامل دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې شوې مرسته په شفافه توګه پر بې‌وزله کورنیو وېشل شوې او چینایي چارواکو ژمنه کړې چې ورته نورې مرستې به هم د لوګر په نورو سیمو کې پر بې‌وزله او اړمنو کورنیو ووېشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د لوګر د عینکو کان سیمې بې‌ځایه شوې کورنۍ هم خوښې دي چې د چین له یوه استخراجي شرکت څخه یې د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه، خو ټینګار کوي چې یاد شرکت دې د شاوخوا کلیو بې‌ځایه شویو کورنیو سره د سرپناه برابرولو برخه کې هر اړخیزه مرسته وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام