Asset 1SWN

لوګر کې پر دیني مدرسو نغدي مرسته وېشل کېږي

مدارس-دینی-لوگر

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د پوهنې وزارت له لوري په مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو کې پر ۱۴۷ خصوصي دیني مدرسو نغدي مرسته وېشل کېږي.

د لوګر د پوهنې ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته ویلي چې د پوهنې وزارت له‌خوا پر دیني مدرسو ۵میلیونه افغاني وېشل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې دغه مرسته به د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال مولوي سخا‌ء‌الله سعید تر څارنې لاندې ووېشل شي.

د نوموړي په وینا، تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې له یوشمېر دیني مدرسو سره بېلابېلې مرستې شوي دي.

واک ته د ا.ا له رسېدو سره هم‌مهاله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مسوولانو له‌خوا دیني مدرسې جوړې شوي چې ګڼ‌شمېر کسان په‌کې پر زده‌کړو بوخت دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو له تړل‌کېدو وروسته په ډېری ولایتونو کې نجونو دیني مدرسو ته مخه کړې او دا یې د خپلو زده‌کړو دوام لپاره یوازینۍ هیله بللې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام