Asset 1SWN

سلام وطندار

د ترکیې یو بنسټ د ۲۵زره ډالرو په ارزښت هېواد کې پنځه دیني مدرسې جوړوي

Madrasa-1 مدرسه

د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې د ترکیې یو خیریه بنسټ د هېواد په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړوي.

د پوهنې وزارت نن (شنبه، لړم اوومه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه وزارت او د «ایدیف» په نوم د ترکیې یو خیریه بنسټ د هېواد په پنځو ولایتونو کې د پنځو دیني مدرسو د جوړېدو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه هوکړه‌لیک د پوهنې وزارت د سرپرست حبیب‌الله اغا او د ایدیف بنسټ د مسوول محمد توران ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د پوهنې وزارت لیکلي چې د یاد هوکړه‌لیک د لاسلیکېدو پرمهال د دغه وزارت سرپرست د ایدیف بنسټ له لوري د دیني مدرسو جوړېدل یو نېک اقدام بللی او له یاد بنسټ څخه یې مننه کړې ده.

د پوهنې وزارت سرپرست د ایدیف خیریه بنسټ مسوولانو ته ډاډ ورکړی چې دغه وزارت به دې د یادو پروژو د تطبیق په برخه کې ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

د پوهنې وزارت ویلي، ټاکل شوې چې دغه دیني مدرسې په پنځو ولایتونو کې جوړې شي چې هره مدرسه به څلور درسي خونې، احاطي دیوال، جومات، د څښاکو اوبو سېسټم او نورې اړینې اسانتیاوې ولري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو مدرسو ټولیز لګښت ۲۵زره ډالره اټکل شوی چې د ایدیف بنسټ له لوري به ورکول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام