سمنګان کې پر جهادیه مدرسې د برید پر وړاندې غبرګونونه

په سمنګان کې پر مدرسې برید چې له کبله یې له ۴۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته، کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي دي. دا چاودنه پرون ماسپښین د ایبک ښار په جهادیه مدرسه کې د جماعت پر مهال وشوه. د سمنګان د روغتون رییس سیدمحمدعثمان حمیدي سلام‌وطندار ته ویلي چې چاودنه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د ترکیې یو بنسټ د ۲۵زره ډالرو په ارزښت هېواد کې پنځه دیني مدرسې جوړوي

د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې د ترکیې یو خیریه بنسټ د هېواد په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړوي.

د پوهنې وزارت نن (شنبه، لړم اوومه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه وزارت او د «ایدیف» په نوم د ترکیې یو خیریه بنسټ د هېواد په پنځو ولایتونو کې د پنځو دیني مدرسو د جوړېدو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.