انټونیو ګوټرېش: نړۍ د ملکیانو په ساتنه کې پاتې راغلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د سه‌شنبې په ورځ یوه ویناپاڼه کې ویلي چې نړۍ د جګړو پر مهال د ملکي وګړو په ساتنه کې پاتې راغلې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال پر مهال په ټوله نړۍ کې د ۱۲ جګړو په پایله کې شاوخوا ۱۷ زره ملکي وګړي وژل شوي او میلیونونه نور بې‌ځایه شوي دي.

کندهار کې د اوبو ژورې څاه ته یو ماشوم لوېدلی او مړ شوی

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شاه‌ولي‌ کوټ ولسوالي کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی ماشوم مړ شوی دی.

د کندهار د والي ویاند حاجي احمد عزیزي سلام‌وطندار ته ویلي چي نن چهارشنبه د غبرګولي درېیمه شاه‌ولي‌کوټ ولسوالي اړوند «لغړو» کلي کي د عبدالرحمن په نوم ۹کلن ماشوم د اوبو ۳۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی و چې له څاه څخه تر رااېستلو وروسته مړ شوی دی.

کابل کې زرګران: له یوې میاشتې راهیسې مو کاروبار ښه شوی

کابل ښار کې یوشمېر زرګران وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې کاروبار خوړېدلی او د پلور کچه یې شاوخوا ۴۰سلنه زیاته شوې ده.

د کابل ښار «ده‌افغانانو» سیمه کې د سرو زرو پلورونکي عبدالفتاح سلام‌وطندار ته وویل، د وروستیو ورځو پر مهال یې پېرودونکي زیات شوي او د ورځې نږدې ۸۰۰ ګرامه سره‌زر پلوري.

هرات کې د «لاجورد لارې» دویم څلور ورځنی نندارتون پرانېستل شو

هرات کې د «لاجورد لارې» په نوم د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو دویم څلور ورځنۍ نندارتون نن چهارشنبه د غبرګولي درېیمه پرانېستل شو چې څلور ورځې به دوام ولري.

د لاجورد لارې دغه دویم نندارتون هرات کې کورنیو تولیداتو سره د خلکو اشنا کولو او د کورنیو تولیدونکو او صنعت‌کارانو د کاروبار ودې په موخه جوړ شوی دی.

لکناو او ممبی نن د ای‌پي‌اېل لیګ الېمېنېټور لوبه کوي

د هند د کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن د لکناو سوپر جاینټز لوبډله له ممبی انډیینز سره د یاد لیګ په لومړۍ الېمېنېټور سیالي کې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام ۶:۳۰ بجې د چینای د «ام‌اې چېډمبارام» لوبغالي کې ترسره شي.

پاکستان کې ځانمرګی برید؛ د سرتېرو په ګډون څلور کسان وژل شوي

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند شمالي وزیرستان کې د یوه ځانمرګي برید له کبله د یوه ملکي کس په ګډون درې پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن چهارشنبه د مې ۲۴مه راپور ورکړی چې پېښه نن د شمالي وزیرستان د دته‌خېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر یوه چک‌پواینټ د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.

له بلغاریا څخه د ۱۸ افغانانو جسدونه هېواد ته راولېږدول شول

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له بلغاریا څخه یې د هغو ۱۸ افغانانو جسدونه هېواد ته راانتقال کړي چې اروپا ته د تلو په تکل د یاد هېواد پلازمېنې صوفیا کې په یوه کانټینر کې مړه موندل شوي وو.

دغو کسانو د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه په یوه کانټینر کې د هوا کمښت له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

میدان‌وردګ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

د میدان‌ورګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي، پرون سه‌شنبه د سختو اورښتونو امله د دغه ولایت یوشمېر سیمو کې سېلابونه راوتلي چې د هستوګنیزو کورونو سربېره یې کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه اړولي دي. پرون سه‌شنبه غور کې هم د اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي و چې پر مهال یې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.