د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند سوېلي سالنګ کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله یوه ښځه مړه شوې او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

د پروان د ټرافیکو مدیریت د پېښو د څېړنې امر عبدالحمید محمدي نن چهارشنبه د غبرګولي درېیمه سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه بېګاه شپه ۱۲بجې د دغه ولایت اړوند د سوېلي سالنګ په «اولنګ» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې زیاته کړې چې یاده سیمه کې یوه کرولا ډوله موټر له ډبرو سکرو څخه بار یوې لارۍ سره ټکر کړی چې له کبله یې یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان ټپیان شوي دي.

د محمدي په وینا، پېښه کې مړه شوې مېرمن او ټپیان شوي کسان د جوزجان د اقچې ولسوالي اوسېدونکي دي چې ټپیان یې د پروان مُلکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سالنګ لویه لاره د هېواد شمال ته د تګ‌راتګ له تر ټولو ګڼې‌ګوڼې لارو څخه ده چې وخت ناوخت په‌کې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام