Asset 1SWN

دایکندي کې ټرافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او اته ټپیان شوي

2c870537-8506-482b-a882-df916fe7af50

د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

د دایکندي د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر نن دوشنبه د وري اوومه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې  د دغه ولایت د شهرستان ولسوالي په «غاسور» کې د یوه ټونس ډوله موټر چپه‌کېدو له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټپیان کې څلور نارینه، درې ماشومان او یوه ښځه شامل دي چې ټول د یوې کورنۍ غړي او د شهرستان ولسوالي اوسېدونکي دي.

د خبرپاڼه له مخې، د پېښې ټپیان د ځایي خلکو له لوري د درملنې لپاره د یادې ولسوالي مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په ورته مهال د دایکندي د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د غاسور کلي څخه د شهرستان ولسوالي مرکز ته روان وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادې ټرافیکي پېښې لامل د سړک خرابوالی په ګوته شوی دی. له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې تر ډېره یې لامل د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ښودل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام