Asset 1SWN

بامیان کې ټرافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او پنځه ټپیان شوي

IMG-20230324-WA0000-q3z7a7tq61sq0czsx0ha9kr04rdn99utjkxznahdag

د بامیان د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پېښه د بامیانو د ورس ولسوالي اړوند پر لویه لاره د یوه پلانکوچ ډوله موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې چې مړو شویو کې یو ماشوم او ټپیانو کې ښځې هم شاملې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بامیان د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د پېښې ټپیان د یاد ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

پېښه پرون پنج‌شنبه د وري درېیمه له غرمې مخکې رامنځته شوې ده. تراوسه د یادې ټرافیکي پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل نه دی روښانه شوی.

  سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې له یاد ولایت سربېره د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولان یې تر ډېره لامل د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي په ګوته کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام