Asset 1SWN

لوګر کې ټرافیکي پېښې درې کسان مړه او څلور نور ټپیان کړي

لوګر لوګر

د لوګر ولايت چارواکي وايي، نن ماسپښين درې بجې د کابل‌-‌ګردېز پر عمومي سړک د پل‌علم ښار اړوند په «څرخ څلورلارې» کې ټرافیکي پېښه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر د څلورمې پلې لېوا وياند مولوي محمد عمران سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه د یوې سراچې او مازډا د ټکر له امله شوې ده.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د دوو مېرمنو په ګډون، درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

هغه زياتوي، ټپيان د درملنې په موخه د لوګر ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او په خبره یې، د دوو کسانو روغتيايي حالت هم نازک ښودل شوی دی. دا پېښه د موټرچلوونکو د بې‌غورۍ له امله شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې ده چې په دې‌ وروستیو کې نه یوازې د کابل-ګردېز پر عمومي سړک، بلکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافيکي پېښې زياتې شوي چې له کبله یې یوشمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام