د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستل کېدو طرحه بشپړېدو ته نږدې ده

د پروان امنیه قوماندان عزیزالله عمر چې څو ورځې وړاندې د ا.ا د مشر هبت‌الله اخوندزاده په غوښتنه د یوشمېر نورو ولایتونو له امنیه قوماندانانو سره کندهار ته ورغلی و، سلام‌وطندار ته ویلي چې مشر یې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستل کېدو، اساسي قانون او د شپې له‌خوا د کورونو پر نه پلټلو ټینګار کړی دی.

ناپېژنده وسله‌والو سرپل کې یو کس له تښتولو وروسته وژلی

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه د تښتول شوي کس جسد یې سرپل کې پیدا کړی دی. ناپېژنده کسانو دغه ځوان له جوزجان تښتولی و او سرپل کې یې وژلی دی.

د جوزجان د امنیې قومنداني د جنايي مدیریت د کشف امر شمس‌الله وثیق ویلي چې پېښه پرون پنجشنبه رامنځته شوې ده.

بامیان کې ټرافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او پنځه ټپیان شوي

د بامیان د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پېښه د بامیانو د ورس ولسوالي اړوند پر لویه لاره د یوه پلانکوچ ډوله موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې چې مړو شویو کې یو ماشوم او ټپیانو کې ښځې هم شاملې دي.

افغانستان نن له پاکستان سره د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان او د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن شپه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن شپه د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ دقیقې پیل شي.

دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اووره سیالیو لومړۍ لوبلړۍ ده چې د دواړو هېوادونو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.