Asset 1SWN

د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستل کېدو طرحه بشپړېدو ته نږدې ده

students-3333-q3xq1vd6oogq06le15u7bnqwtmszc73f2jrtrpv8ug

د پروان امنیه قوماندان عزیزالله عمر چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د مشر هبت‌الله اخوندزاده په غوښتنه د یوشمېر نورو ولایتونو له امنیه قوماندانانو سره کندهار ته ورغلی و، د سلام‌وطندار له خبریال سره په مرکه کې ویلي چې مشر یې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستل کېدو، اساسي قانون او د شپې له‌خوا د کورونو پر نه پلټلو ټینګار کړی دی.

عمر د اسلامي امارت د مشر له قوله وايي چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه یوازې د ښوونیز نصاب د بشپړېدو له کبله چې د یوه کمېسیون له لوري تر ارزونې وروسته برابرېږي، تړل شوي دي. هغه زیاتوي چې د کمېسیون تر کار او د دیني عالمانو له تایید وروسته به د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت مشر ټینګار کړی چې د پوهنتونونو نصاب او د ښوونځي د لېسې دورې نصاب بشپړ شوی او یوازې د منځنۍ دورې پاتې دی چې په بشپړېدو سره به یې ښوونځي او پوهنتونونه د افغان نجونو پر مخ پرانېستل شي.

په همدې حال کې له شپږم څخه د پورته ټولګیو یوشمېر زده‌کوونکې، زده‌کړیالانې او د هغوی کورنۍ غوښتنه کوي چې د دوی پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي. پنجشېر کې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې زحل وايي، له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي باید پرانېستل شي؛ ځکه په وینا یې، د ټولنې یوه ستره برخه بې‌سواده پاتې کېږي.

بله‌خوا د یوه دولتي پوهنتون زده‌کړیاله لیدا هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، د کورني تاوتریخوالي زیاتېدو تر څنګ به حکومت په ټولو برخو کې د مسلکي کسانو له کمښت سره مخامخ شي. هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې افغان نجونو ته اجازه ورکړي، څو ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې شي.

فوزیه چې لوڼې یې د ښوونځي زده‌کوونکې او د پوهنتون زده‌کړیالانې دي وايي، که د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې نه‌شي، کورنۍ به یې اړ شي چې په کم عمر کې یې واده کړي. دغه مور اندېښنه لري، که لورانې یې زده‌کړو ته د نه لاسرسي له کبله پر اروايي ستونزو اخته شي، دا یې د درملنې وسه هم نه لري. نوموړې هم له اسلامي امارت څخه غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.

د پروان امنیه قوماندان دغه راز د اسلامي امارت د مشر له قوله وايي چې د محمداشرف غني د حکومت اساسي قانون لغوه دی او د نوي قانون تر تصویب پورې به یو طرزالعمل جوړ او ترې ګټه واخیستل شي. عمر د هبت‌الله اخوندزاده له قوله زیاتوي چې اسلامي شریعت هغه ته خپله یو قانون دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی د اسلامي امارت د مشر له قوله وايي چې امنیتي ځواکونه باید په هېڅ ډول د شپې له‌خوا د خلکو کورونه ونه پلټي. هغه دغه راز وايي چې مشر یې خلکو ته د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د یادونې ده چې نړیوالې ټولنې او سازمانونو په تېر شاوخوا یونیم کال کې په ځلونو له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه لرې کړي، خو اسلامي امارت بیا ویلي چې د نجونو د زده‌کړو مخالفت نه‌دي او د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل د لنډ مهال لپاره دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام