د اسلامي امارت چارواکي وايي چې په نږدې راتلونکې کې به د یو لړ مهمو سیاسي، امنیتي او ملي مسایلو په اړه لویې جرګې ته ورته یوه ستره مشورتي غونډه جوړه کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر نشراتو د څار رییس عبدالحق حماد سلام‌وطندار ته وايي چې اسلامي امارت له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې هڅې پیل کړي چې د ولس د مشورو په ترلاسه کولو سره شته ستونزو ته د حل‌ لار پیدا کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل، ټاکل شوې په دې موخه نږدې راتلونکې کې لویې جرګې ته ورته د هېواد په کچه یوه ستره غونډه جوړه شي چې په‌کې به د ټولو ولایتونو او قومونو استازي ګډون ولري او د اساسي قانون او نورو مسایلو په اړه به په‌کې خبرې وشي.

هغه وویل: «له روژې وړاندې په دې پرېکړه وشوه چې له کوچني اختر وروسته به دغه شورا رامنځته کېږي او هغه مسایل چې بحث ته اړتیا لري، بحث به پرې کېږي. د دې ترڅنګ د مشروعیت موضوع به هم مطرح کېږي، نو تمه ده چې په نږدې راتلونکو ورځو کې به دغه شورا جوړه شي.»

په ورته وخت کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار مرستیال مفتي حفیظ ‌‌الرحمان وايي، د دغې غونډې ګډونوال باید د ولس له‌خوا وټاکل شي او د تېرو غونډو په څېر نمایشي بڼه ونه‌ لري.

خو د هغه په وینا، تراوسه معلومه نه‌ده چې دا غونده به چېرته، څه وخت او د چا په مشري جوړه شي.

نوموړي زیاته کړه: «د حزب اسلامي د مشرانو ټینګار پر دې دی چې د افغانستان اوسنی وضعیت دې ته اړتیا لري چې د ملي اجماع، اساسي قانون او د نظام څرنګوالي د تصمیم نیولو په اړه، انتخابي او د ولس استازي په یوه جرګه کې راوبلل شي او پر مهمو ملي مسایلو پرېکړه وکړي.»



په ورته مهال د چارو شنونکی سید‌اکبراغا بیا هر څه ژر د دغې غونډې پر جوړېدو ټینګار کوي او وايي، د هېواد په کچه د دغسې یوې سترې غونډې رابلل، د ولس غوښتنه ده، څو خپلې غوښتنې اسلامي امارت سره شریکې کړي.

له دې سره هم‌مهاله د ښځو د حقونو یو‌شمېر فعالانې ټینګار کوي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو اړتیا ده، څو دغه ډول ملي غونډې جوړې او افغانان خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د دوی په وینا، د یادې غونډې جوړېدل به اسلامي امارت سره د کورني مشروعیت ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او ښايي د نړیوالو له‌خوا هم په رسمیت وپېژندل شي.

د ښځو د حقونو فعاله تاجور کاکړ په دغه ناسته کې د ښځو د استازیو په ګډون ټینګار کوي. نوموړې وايي چې یاده ناسته کې باید د ټولو قومونو استازي ګډون ولري او ترڅنګ یې ښځو ته هم باید د ګډون زمینه برابره شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې تر دې وړاندې نړیوالو او یوشمېر سیاستوالو هم د نظام د مشروعیت او نورو سترو مسایلو په اړه د خبرو لپاره د دغسې یوې سترې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه او هغه یې د افغانستان د ستونزې د حل یوازینۍ لار بللې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام