د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د لومړي ځل لپاره پرون د غبرګولي په ۲۶مه د بامیانو او دایکندي ولایتونو د مدني ټولنې شاوخوا ۱۲۰ فعالانو د «مرکزي زون د مدني ټولنو مشورتي ناستې» تر عنوان لاندې غونډه وکړه.

دغه ناسته د «افغانستان د خلکو غږ» بنسټ له لوري د یوې ورځې لپاره د بامیانو ښار کې جوړه شوې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې ناستې یو جوړونکی ابراهیم تولا د مرکزي زون د مدني ټولنو د مشورتي ناستې د جوړېدو موخه د اسلامي امارت او مدني ټولنو ترمنځ د خبرو ور پرانستل په ګوته کوي.

د نوموړي په وینا، دغه ناسته کې د بامیان او دایکندي ولایتونو د مدني ټولنو د غړیو نظرونه راټول شوي او په ملي او نړیواله کچه به مسوولو بنسټونو سره شریک شي.

د مرکزي زون د مدني ټولنو مشورتي ناسته کې د بامیان محلي چارواکو هم ګډون کړی وو. د بامیان والي عبدالله سرحدي په ناسته کې وویل چې د اسلامي امارت حکومت کې مدني ټولنې، ښځې او رسنۍ ازادې دي، خو د اسلامي شریعیت سره سم باید خپل فعالیتونه وکړي.

په ورته مهال د بامیانو والي د دغه ولایت له محلي خبریالانو غوښتنه وکړه چې د ناسمو خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

خو یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې په دغه راپور کې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، د یادې مشورتي ناستې ویاندويي د «ګل‌جان محقق» په نوم یوې نجلۍ او د «وزیراحمد ستیز» په نوم یوه هلک کوله چې د والي له لوري ښځینه ویانده اجباري حجاب ته اړ کړل شوې وه.

سرچینه زیاتوي چې د مرکزي زون د مدني ټولنو مشورتي ناستې اجنډا کې د پوهنتون استادې لیلا صابري ته هم د وینا بلنه ورکړل شوې وه، خو د نوموړې د وینا پرمهال د بامیان والي له یادې ناستې ووت.

د مرکزي زون د مدني ټولنو د مشورتي ناستې ګډون‌والو د یادې غونډې په پایله کې یو اووه ماده‌ییز پرېکړه‌‌لیک هم صادر کړ.

د دغه پرېکړه‌لیک په پنځمه ماده کې راغلي چې د اسلامي امارت حکومت باید د نجونو ښوونځیو بیاپرانستلو ته پام وکړي، ځکه د نجونو ښوونځیو تړلي‌ پاتې‌کېدل به «نه جبرانېدونکې» پایلې ولري

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 د پرېکړه‌لیک په یوې برخه کې راغلي چې د بامیان او دایکندي ولایتونو مدني فعالانو د اسلامي امارت له سرپرست حکومت غوښتنه کړې چې د اسلام د پیل پربنسټ، ښځو ته په حکومت کې ونډه ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام